له سلو زيات افغان مهاجر د پاکستان له زندانونو آزاد شول
د پاکستان د کوېټې له زندانه ۱۷۲ تنه افغان مهاجر آزاد او د وږي په ۲۲مه او ۲۳مه هېواد ته راستانه شول.
کوېټه کې د مهاجرينو چارو وزارت د اتشې په هڅو په تېرو پنځو ورځو کې۱۲۰ تنه افغان مهاجر د پاکستان له زندانونو آزاد شول.
قندهار ولايت د سپين بولدک د مهاجرينو چارو آمر په خبره ياد کسان د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله يو څه موده په بند کې وو او له آزادېدو وروسته سپين بولدک له لارې هېواد ته راستانه شول.
سرچينې زياتوي، يو شمېر راستنېدونکي چې په بېلابېلو ناروغيو اخته و د سلامت شبکې له لوري يې وړيا درمنله وشوه او د ډنمارک د مهاجرينو ټولنې له لوري ور ته د منفجره موادو په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو.