له پاکستان څخه سلګونه افغان مهاجر وطن ته راستانه شول

sadam_morr
-

د قندهار ولايت د سپين بولدک له لارې  ۶۵۰ تنه افغان مهاجر د وږي په ۲۴مه هېواد ته راستانه شول.

د سپين بولدک د مهاجرينو چارو آمر په خبره په يادو راستنېدونکو کې۹۰ کورنۍ، چې۶۵۰ تنه کېږي هېواد ته راستنې شوې، چې  د ثبت او راجستر وروسته ۴۷۰ تنه يې د مرستو د ترلاسه کولو په موخه د مهاجرت نړۍوال سازمان  ته ور وپېژندل شول.