په ايران کې افغان مهاجرينو ته د پاسپورت د وېش لړۍ پيل شوه
په ايران کې د مهاجرينو چارو وزارت د اتشې په خبره په دې وروستيو کې په ايران کې افغان مهاجرينو ته د پاسپورتونو د وېش لړۍ پيل شوه.
په تهران کې د مهاجرينو د اتشې د سرپرست عبدالباسط امامي په خبره د اسلامي امارت له بريا وروسته د پاسپورتونو د وېش لړۍ د يو شمېر تخنيکي ستونزو له امله بنده وه، چې د مهاجرينو د پرله پسې غوښتونو او ستونزو د انعکاس پر اساس، په تهران کې د افغانستان په سفارت او په مشهد او زاهدان کې د افغانستان په قونسلګریو کې د پاسپورتونو د وېش لړۍ بيا ځلې پيل شوه او لومړی پړاو يې تر لسو کلنو کم عمره ماشومانو ته دی.
د هغه په وينا، د مراجعينو د ګڼې ګونې او د ځای د کمښت له امله په سفارت کې له لسو کلونو څخه پورته عمر لرونکو کسانو ته د وېش لړۍ بنده ده او سم ځای ته په رسېدو سره به هغه ټولو مهاجرينو ته ووېشل شي، چې د پېژندنې، کډوالۍ او د اوسېدو اسناد ولري او د مناسب ځای د نه موندلو په صورت کې به د لسو کلونو څخه کم عمر لرونکو ماشومانو، هغه محصلينو ته چې د اوسېدو کارتونه لري، هغه کډوال چې د کورنۍ پاسپورتونه لري، چې د خپلو ماشومانو له ۱۸ کلنۍ وروسته د مور او پلار له پاسپورتونو څخه جلا کولو ته اړتيا لري، هغه ناروغانو ته چې اړتيا لري د درمنلې په موخه له ايران څخه بهر هېواد ته لاړ شي او هغو کسانو ته به پيل شي چې غواړي د کوربه هېواد له وګړو سره واده وکړي.