د ايران څخه له دوه زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول
د ايران څخه دوه زر ه او ۵۳۲ تنه افغان مهاجر د وږي په ۱۲ مه هېواد ته راستانه شول.
د هرات ولايت د اسلام قلعه د سرحدي آمر په خبره د يادو راستنېدونکو له ډلې۱۰۰۹ تنه د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان ته ور وپېژندل شول، چې ورسره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې وشوې.
د يوبل خبر له مخې د هرات ولايت د مهاجرينو چارو رئيس د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د مرستيال او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ليدنه کړې.
د يادې ادارې مرستيال په دغه ولايت کې د کډوالو د شمېر د زياتوالي او د بېځايه شوو او راستنېدونکو د ستونزو د هواري له پاره د غوره او هر اړخيزې تګلارې په اړه خپله هر اړخيزه همکاري څرګنده کړه.