سمنګان کې نږدې ۶۰ کورنيو سره مرستې وشوې
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له لورې د سمنګان ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همغږۍ ۵۹ کورنيو سره د چنګاښ په ۲۹مه مرستې وشوې.
يادې کورنۍ، چې مخکې د سمنګان ولايت د مهاجرينو چارو رياست له لورې سروې او د مرستو لپاره مستحقې په نښه شوې وې هرې کورنۍ ته په دوو کټګوريو کې ۲۲ زره او ۶۰۰ او ۲۷ زره او ۵۰۰ افغانۍ نغدې ووېشل شوې.