د ايران څخه له دوه زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول

sadam_morr
-

     د ايران څخه دوه زره او ۲۹۴  تنه افغان مهاجر د چنګاښ په ۲۸مه  هېواد ته راستانه شول.
د هرات  ولايت د اسلام قلعه د سرحدي آمر په خبره د يادو راستنېدونکو له ډلې۳۵۱  تنه د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان  ته ور وپېژندل شول، چې ورسره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې وشوې.