په درې ولايتونو کې له ۱۰۰ زياتو کورنيو سره مرستې شوي
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له لورې په بلخ، غزني او پکتيکا ولايت کې ۱۳۹ کورنيو سره د چنګاښ په ۲۷ مه او ۲۸ مه مرستې شوي.
دغه کورنۍ چې مخکې د يادو ولايتونو د مهاجرينو چارو ادارو له لورې سروې او د مرستو لپاره مستحقې په نښه شوې وې له ډلې ۳۰ کورنيو سره په غزني کې ۲۲ زره او ۶۰۰ افغانۍ په بلخ کې ۶۰ کورنيو سره د کور جوړولو په موخه په دوو کټګوريوکې ۲۲ زره او ۶۰۰ ، ۶۱ زره او ۸۰۰ افغانۍ او په پکتيکا کې ۴۹ کورنيو سره د کوچني کاروبار په موخه ۶۸ زره افغانۍ نغدي مرستې شوي.