ننګرهار کې د بېځايه شوو د ستونزو دحل په موخه ناسته ترسره شوه
د ننګرهار ولايت د مهاجرينوچارو رياست د راپور له مخې د ملګرملتونو دکډوالو ادارې د بشري مرستو د همغږۍ رياست سره د چنګاښ په ۲۶مه د بېځايه شوو کورنيو خپلو اصلي سيمو ته د لېږد په موخه ناسته ترسره شوه.
په يادې ناسته کې، چې د يادې ادارې د مشرقي زون د مسؤل او د ننګرهار ولايت د مهاجرينو چارو د رئيس په شتون کې ترسره شوه، دواړو لوريو پر يوشمېر موضوعاتو، له غير رسمي کمپونو څخه مناسبو او هم خپلو اصلي سيمو ته د بېځايه شوو د لېږد او دوی ته د لازمو مرستو پر وړاندې کولو خبرې وکړې.
د ننګرهار ولايت د مهاجرينو رئيس په دې برخه کې له يادې ادارې څخه د مرستې غوښتنه وکړه او د يادې ادارې استازي د لازمو مرستو ژمنه وکړه.