د پاکستان څخه له (۴۰۰) زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول
د قندهار ولايت د سپين بولدک له لارې د پاکستان څخه د غبرګولي په (۲۷) مه او (۲۸) مه ( ۴۷۶) تنه افغان مهاجر وطن ته راستانه شول.
د سپين بولدک د مهاجرينو چارو آمر د معلوماتو له مخې (۶۲) کورنۍ، چې ( ۴۱۱) تنه کېږي او (۶۵) تنه نور، چې له زندانه خوشې شوي و د پېژندنې وروسته د مرستو د تر لاسه کولو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) ته ور وپېژندل شول.
سرچينې زياتوي، چې يوشمېر افغانان، چې به بېلابېل ناروغيو اخته و د هلت نت موسسې له لورې يې وړيا درمنله شوې.
همدرانګه د (NRC) دفتر له لورې هر راستنېدونکي سره د خوراکي کڅوړې مرسته هم شوې ده.