له دوه زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول
د هرات ولايت د اسلام قلعه بندر له لارې د ايران څخه د کب په ( ۹) مه (۲۹۶۹) تنه افغان مهاجرين هېواد ته راستانه شول.
د هرات ولايت د مهاجرينو چارو رياست د راپور له مخې په يادو راستنېدونکو کې (۴۳) کورنۍ چې ( ۱۵۹) تنه کېږي د ( ۲۸۰۴) تنو مجردينو سره هېواد ته راستانه شوي، چې له ډلې ( ۱۷) کورنۍ چې ( ۵۸) تنه کېږي د (۹۳) تنو مجردينو سره د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM ته ور وپېژند شول.