بادغيس کې زرګونو کورنيو سره مرستې وشوې
د خوراک نړيوال سازمان (WFP) له لورې د بادغيس ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ ( ۳۷۴۶) کورنيو سره د سلواغې د (۲۲) څخه د کب تر ( ۶) مې پورې د خوراکي توکو مرستې وشوې.
يادې کورنۍ چې مخکې د مقر، بادس، بالامرغاب، آبکمري، جوند، دريبوم، سنګ آتش او تګاب عالم ولسواليو او د قلعه نو ښار په کمپ کې اوسېدې،خپلو اصلي سيموته بېرته ستنې شوې وې، چې هرې کورنۍ ته (۱۰۰) کيلو اوړه، (۱۲) کيلو دالنخود، (۹) کيلو غوړي او يوه کيلو مالګه ووېشل شوه.