بغلان کې سلګونو کورنيوسره د ژمنيو مرستو د وېش لړۍ پيل شوه

sadam_morr
-

د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM)   له لورې د بغلان ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ د مرغومي په ( (۱۹) مه ( ۵۹۹) کورنيو ته د ژمنيو مرستو د وېش لړۍ پيل شوه.

يادې کورنۍ څه موده وړاندې په بېلابېلو سيمو او پلخمري ښار کې سروې او د مرستو لپاره  مستحقې په نښه شوې وې.

په پام کې ده، چې هرې کورنۍ ته (۱۷۵۰۰) افغانۍ نغدې، درې درې کمپلې او يوه يوه ژمنۍ کڅوړه ووېشل شي.