له زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول

sadam_morr
-

 

د نيمروز ولايت د ورېښمو پل  له لارې د ايران څخه  د مرغومي  په  ( ۱۸) مه  ( ۱۱۱۶) تنه افغان مهاجرينو هېواد ته راستانه شول.

د نيمروز ولايت  د مهاجرينو چارو د رئيس په خبره په يادو راستنېدونکوکې ( ۲۲) کورنۍ، چې (۸۷) تنه کېږي  (۱۰۲۹) تنه نور يې مجردين ول.

د سرچينې په خبره  د يادو راستنېدونکوله ډلې  (۱۴)  کورنۍ،  ( ۲۷) تنه نارينه، ( ۳۳) تنه ښځينه د (۲۹) تنو نورو مجردينو سره مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM)   ته ور وپېژند شول.