په څلور ولايتونو کې له زرو زياتو کورنيو سره مرستې وشوې

anwari_morr
-

په ننګرهار، تخار، پکتيکا او فارياب ولايتونوکې د مرغومي په ( ۱۰) مه (۱۴۱۶) کورنيوسره مرستې وشوې.

د سرچينې په خبره د يادو کورنيو له ډلې  د (UNHCR) دفتر له لورې په تخار کې ( ۳۹۱) کورنيو ته (۲۷۵) امريکايي ډالره، ننګرهار کې ( ۸۰) کورنيو (۴۰) ته  ( ۱۱۰۰) امريکايي ډالره او (۴۰) کورنيو ته ( ۵۷۰) امريکايي ډالره، فارياب کې ( ۸۴۵) کورنيو ته  درې درې کمپلې، دوه دوه ترپالونه، يوه يوه روغتيايي کڅوړه او په پکتيکا کې د (ACHRO) موسسې له لورې ( ۱۰۰) کورنيوهرې کورنۍ ته (۵۷۰) امريکايي ډالره نغدې ووېشل شوې.