له څلور زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول
د هرات ولايت د اسلام قلعه له لارې د ايران څخه د ليندۍ په (۸) مه او (۹) مه (۴۱۴۷) افغان مهاجر هېواد ته راستانه شول.
د سرچې په خبره په يادو راستنېدونکو ( ۱۷۲) کورنۍ، چې ( ۵۹۴) تنه کېږي ( ۳۵۵۳) تنه مجردين ول، چې له ډلې يې ( ۱۰۶۷) تنه د مرستو په موخه د (IOM) نړيوال سازمان ته ور وپېژندل شول.