د پنجشېر ولايت د مهاجرينو چارو نوی آمر معرفي شو
د پنجشېر ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو آمريت نوی آمر د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت د پلاوي له لورې د تلې په (۲۷) مه د هغه آمريت کار کوونکوته معرفي شو.
د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت پلاوي، چې مشري يې د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت د داخلي بېځايه شوو د دايمي حل لارو رئيس مولوي شمال خان عثماني کوله ور سره مل پلاوي د راستنېدونکو د بيا يوځای کېدو رئيس ، ارشاد او دعوت او د ولايتونو د همغږۍ آمر د پنجشېر ولايت د والي سره د ليدنې وروسته د يو لړ مراسمو په ترڅ کې محمد رها د پنجشېر ولايت د مهاجرينو چارو د نوي آمر په توګه کار کوونکو ته ور وپېژندنه.