د ايران څخه له (۷۰۰) زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول
د نيمروز ولايت د ورېښمو پل له لارې د تلې په ( ۲۳) مه (۷۸۲) افغان مهاجر هېواد ته راستانه شول.
د نيمروز ولايت د مهاجرينو چارو رياست د معلوماتو پر بنسټ د يادو راستنېدونکو له ډلې (۳۸) کورنۍ چې (۱۶۸) تنه کېږي د( ۶۱۴) تنو مجردينو سره هېواد ته راستانه شول.
د سرچينې په خبره د ياد کورنيو له ډلې (۲۰) کورنۍ چې (۴۱) تنه نارينه او (۵۱) تنه ښځينه د ( ۱۶) تنو نورو مجردينو سره د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) ته ور وپېژندل شول.