دايکندي کې د بېځايه شوو د بيا مېشتېدنې په موخه تخنيکي ورکشاپ ترسره شو
د دايکندي ولايت د داخلي بېځايه شوود دوامداره بيامېشتېدنې لپاره د ولايتي کاري پلان د جوړولو په موخه د تلې په (۱۸) مه تخنيکي ورکشاپ ترسره شو.
په دغه ورکشاپ کې چې د يوشمېر دولتي او همکارو مرستندويه بنسټونو د استازو په شتون کې ترسره شو، د دغه ولايت والي الحاج امين الله عبيد د ولايتي کاري پلان، بېځايه شوو او اړمنو کورنيو ته د خدماتو پروړاندې کولو او د بېځايه شوو د بيا مېشتېدنې په اړه خبرې وکړې او په دې برخه کې يې د مهاجرينو چارو وزارت د کړنو ستاينه وکړه.
وروسته د مهاجرينو وزارت پلاوي د ورکشاپ ګډنوالو ته د وزارت د تګلارې، بېځايه شوو په اړه د پالېسۍ د موخو او د ولايتي کاري پلان د طرحې په اړه معلومات ورکړل.
د ورکشاپ ګډنوالو د ډله ييزو کارونو په ترسره کولو سره پښتنې او ځوابونه او د بېځايه شوو ستونزو ته په کتو سره، د ياد پلان د پراختيا په اړه خپل نظرونه او وړانديزونه څرګند کړل او د بېځايه شوو پر بيا مېشتېدو يې ټينګار وکړ.
د ويلو ده، چې تخنيکي ورکشاپونه د داخلي بېځايه شوو د بيا مېشتېدو او د ولايتي کاري پلان د جوړولو په موخه د مهاجرينو چارو وزارت او (UNHCR) دفتر ترمنځ د لاسليک شوي هوکړه ليک مخې ترسره کېږي.