د ايران څخه له دوه زرو زيات افغان مهاجر هېواد ته راستانه شول

sadam_morr

د نيمروز ولايت دمهاجرينو او راستنېدونکو چارو آمريت د معلوماتو پر بنسټ د وږي په اتمه او نهمه د ورېښمو پل له لارې ( ۲۵۵۱) افغان مهاجر په خپله خوښه او جبري توګه هېواد ته راستانه شوي.

د يادو راستنېدونکو له ډلې (۶۳) کورنۍ ،چې (۲۸۵) تنه کېږي د ( ۱۲۷۰) تنو نورومجردينو سره په  جبري او (۱۷) کورنۍ چې ( ۵۹) تنه کېږي د ( ۶۶۷) نورو مجردينو  سره   په خپله خوښه د نميروز ولايت د ورېښمو پل له لارې هېواد ته راستانه شوي.

د سرچينې په خبره (۲۷) کورنۍ  چې (۵۳) نارينه، (۵۰) ښځينه او همدارنګه ( ۲۴) تنه نورو مجردين د مرستود ترلاسه کولو په موخه د کډوالۍ نړيوال  سازمان (IOM) ته ورپېژندل شوي.