په خوست ولايت کې له سلو ډېرو کسانو سره مرستې ترسره شوې
د خوست ولایت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو ریاست د روان کال د چنګاښ په ٨مه نیټه په دغه ولایت کې له (۱٦٢) کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه
دغه مرسته له (٩٧) تنو فارغانو سره وشوه، چې پخوا یې د پاملرنې موسسې حرفوي زده کړې ترلاسه کړې وې هریو ته د خیاطي یو ماشین او میز، او (٦٥) کورنیو ته د یونیسف لخوا روغتیایي کڅوړې وویشل شوې.