په پکتیکا ولايت کې (١٨) کورنیو سره نغدي مرسته وشوه
د پکتيکا ولايت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رياست لخوا د (CHA) موسسې په همکارۍ د (١٨) داخلي بې ځایه شویو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
یادو کورنیو په مرکز شرنه کې له ګډې سروې وروسته مستحقې ګڼل شوې وې او د غبرګولي، په (٢٩) مه هرې کورنۍ ته (٢٦) زره افغانۍ د مهاجرينو رياست په همغږۍ ورکړل شوې.