په ننګرهار ولايت کې له (١٦٤) کورنیو سره مرسته وشوه
د ننګرهار ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست له لوري د روان کال د غبرګولي په (٢٩) نېټه د یک شنبې په ورځ د دغه ولایت پر (١٦٤) هغه کورنۍ چې د تورخم له لارې هیواد ته راستنې شوې وې، نغدي مرسته ورسره وشوه.
هرې کورنۍ ته (١٥) زره (٤٠٠) افغانۍ د (WFP) موسسې لخوا، د ننګرهار په مرکز کې د مهاجرینو چارو ریاست په همغږۍ ورکړل شوې.