کابل کې له(٥٠٠) کورنیو سره مرسته وشوه

د کابل ولايت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست په همکارۍ له (٥٠٠) اړمنو او بېځایه شوو کورنیو سر مرسته وشوه.
یادې مرستې د چين هيواد له لوري د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت په واک کې ورکول شوې وې چې نن په وړ او مستحقو کورنيو وويشل شوې، چې دا لړۍ به انشاءالله تر ټولو مستحقو کورنيو په منظم ډول ورسيږي.