کابل کي (٦٦٠) بېځايه شوو کورنيو سره نغدي مرسته وشوه
په کابل کې (٦٦٠) داخلي بېځايه شوو کورنيو سره د ادرا افغانستان موسسې له لوری نغدي مرسته ترسره شوه.
دغه کورنۍ چې د يادې موسسې او کابل مهاجرينو رياست په ګډې همغږۍ سروی او مستحقې ګڼل شوې وې د وري په (١٠)مه هر کورنۍ ته (٢٥٦١٠) افغانۍ نغدې و وېشل شوې.
دغه مرستې د ادرا افغانستان د برنامو عمومي رئيس حامد اکبري او د کابل مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رئيس قاري عبدالمتين رحيمزي په شتون کې و وېشل شوې.