بادغيس ولايت کې د اړمنو او بې ځایه شوو کورنیو سره مرسته وشوه
د بادغيس ولايت د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست په همغږۍ د CRDSA مؤسسې له لورې د ډبليو ايف پي په مالي مرسته د ۷۰۱ اړمنو او بې ځايه شوو کورنيو سره مرسته وشوه چې هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کيلو اوړه، ۱۰ ليتره، ۱۴ کيلو دال او لس دانې بيسکټ ورکول شوو، يادې کورنۍ د ګډ پلاوي له لورې د مرستې لپاره وړ پيژندل شوې وې.