د الخدمت فاونډیشن بشري مرستې د مهاجرینو چارو وزارت ته وسپارل شوې
نن سې شنبه ۲۶ سلواغه ۱۴۰۰/۱۳ رجب ۱۴۴۳
د پاکستان هیواد د الخدمت خیریه بنسټ له لورې افغانستان سره دېرش لارۍ بشري مرستې وشوې، چې ۱۲ لارۍ یې د دغه بنسټ د مسولینو په لاس د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د نظارت او ارزیابۍ رئیس ښاغلي حاجي محمد علي باور ته وسپارل شوې.
دغه مرستې به له سروې وروسته په اړمنو او مستحقو کورنيو وویشل شي.