ننګرهار فارم هډه کې سلګونو اړمنومستحقو کورنيو سره مرستې وشوې
د سرف افغانستان موسسې په مالي مرسته دننګرهار ولايت دمهاجرینو او راستنېدونکو چارو رياست په همکارۍ اوڅارنې (٤٨٣) اړمنومستحقو کورنيوسره دخوراکي اوغیر خوراکي توکو مرستې وشوې.
يادې کورنۍ چې دننګرهار دمهاجرینو ریاست له لورې دمرستندویه بنسټونو سره په ګډه همغږۍ سروې او دمرستولپاره مستحقې پېژندل شوې وې دمرغومي په (١٣)مه هري کورنۍ ته یوه یوه روغتیايي کڅوړه،(٥٠) اوړه، (٥) لېتره غوړي،(٢٤) کیلوسېله وریجې،(٧) کیلو لوبیا، یوه کیلو مالګه او دوه دوه کمپلې ووېشل شوې.
دننګرهار دمهاجرینو اوراستنېدونکو چارو رييس اکرام الدين (مفتون) په وینا چي پدې هڅو کې يو چې ټولو اړمنوبېځايه شو راستنېدونکو کورنيوستونزې حل او دجلال اباد ښار په شمول لرې پرتو ولسواليوته رسيدګي وکړو چي اړمنې کورنۍ په نښه او ور سره بېلابېلې لازمې مرستې تر سره کړو.
دویلو ده چې ددې وړاندې هم دننګرهار دمهاجرینو ریاست دمسؤلینو په هڅو دیادې موسسې له لورې اړمنو مستحقو کورنیو سره دخوراکي اوغیر خوراکي توکومرستې ترسره شوې وې.