د اکتېد موسسې او دبدخشان ولایت دمهاجرینو ریاست استازو ګډه ناسته ترسره شوه
د بدخشان ولایت دمهاجرینو درییس مولوي محمد یونس جهادمل په مشرۍ د لیندۍ په ( ١٠) مه داکتېد موسسې دناستو په تالار کې ګډه ناسته ترسره شوه،چې پکې بېځايه شوو ته دځواب ویلو او د راستنېدونکو اومستحقو کورنیو دسروې او بشري مرستو دوېش په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې.
د ناستې په پایله کې د مهاجرینو ریاست په ګډون دنړیوالو موسسو د سروې درې ټیمونه وګومارلشول، چې په په فیض اباد او یوشمېر ولوسوالیو کې اړمنې اومستحقې کورنۍ سروې اوپه نښه کړي چې وروسته له سروې څخه به ورسره داکتېد (ACTED)موسسې له لورې مرستې ترسره شي.