ميدان وردګ ولايت کې (١٥٠) کورنيو سره د خوراکي او غېري توکو مرستې وشوې
١٤٠٠ کال، ليندۍ ٥ مه، ميدان وردګ: افغانستان
د ميدان وردګ ولايت په تېمتور دره کې د (١٥٠) اړمنو کورنيو سره د رحمه اسلاميک ريليف موسسې په مالي مرسته او د کابل مهاجرينو او راستنېدونکو رياست په همکارۍ د خوراکي او غېري خوراکي توکو مرستې وشوې.
دد غه مرستو د وېش پر مهال د رحمه اسلاميک ريليف موسسې بنسټ ګر منير ملک او د کابل مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رئيس قاري عبدالمتين رحيمزي شتون درلود. په يادو مرستو کې يوه کمپلې، وړه، وريجې، بوره، لوبيا او غوړي شامل وو،چې نن يو شمېر اړمنو کورنيو ته و وېشل شوو.