قندهارکې بېځایه شووکورنیو سره مرستې وشوې
دملګرو ملتونو دکډوالو ادارې له لورې دقندهار ولایت دکډوالو چارو ریاست په همکارۍ ٢٥بېځایه شوو کورنیو سره نغدي مرستې وشوې.
يادې کورنۍ چې دجګړو له امله ددې ولایت مرکز ته راکډه شوې وې دغبرګولي په ٢٣مه له یوې سروې وروسته هرې کورنۍ ته ٩٠٠٠افغانۍ نغدې دکاري وسایلو داخیستو په موخه ووېشل شوې.