هلمند کې سلګونو کورنیو سره بشري مرستېوشوې دیوشمېر همکارو مرستندویه ادارو له لورې دهلمندولایت دکډوالو چارو ریاست په همکارۍ ٢٢٩بېځایه شوو کورنیو سره دخوراکي او غیرخوراکي موادو مرستې وشوې.
یادې کورنۍچې دجګړو له امله دنادعلي، نهرسراج ولسوالیو او لښکرګاه ښاربولان سیمې څخه ددې ولایت مرکز ته راکډه شوې وې دغبرګولي په ١٧مه د irc موسسې له لورې هرې کورنۍ ته ١٤٠٠٠ افغانۍ نغدې، د خوراک نړیوال سازمان له لورې ١٨٤ کیلو اوړه، ٢٥کیل دالنخود،١٨کیلو غوړي،شېدولرونکو میندو ته ٥کیلو مغزي مواد، د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې له لورې روغتیایي کڅوړې،دوه ترپالونه،درې کمپلې ، دپخلنځي وسایل او دډاکار او یونیسف موسسې له لورې هرې کورنۍ ته دکور دضرورت وسایل، دڅښاک اوبه او ګرځنده تشنابونه ووېشل شول.