قندهار کې لسګونه بېځايه شوو کورنيوسره دخوراکي او غير خوراکي موادو مرستې وشوې
د يوشمېر مرستندويه ادارو له لورې د قندهار ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۱۳۱ بېځايه شوو کورنيو سره د خوراکي او غير خوراکي موادو مرستې وشوې.
يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د هلمند او ارزګان ولايت او ارغنداب، ژيړۍ، پنجوايي، ارغستان او ميوند ولسواليو څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د کب په ۲۷مه د DACAR موسسې له لورې هرې کورنۍ ته يوه يوه روغتيايي کڅوړه، د خوراک نړيوال سازمان WFP له لورې ۱۸۴ کيلو اوړه، ۲۵ کيلو دالنخود، ، ۲ کيلو مالګه،د ماشومانو لپاره ۳ کيلو د خوار ځواکۍ مواد، د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې UNHCR يوه يوه خېمه او SCI موسسې له لورې هرې کورنۍ ته د پخلنځي سامان الات او ژمني لباسونه ووېشل شول.