تخار کې بېځايه شوو کورنيوسره مرستې شوي

sadam_morr
_________

د خوراک نړيوال سازمان WFP له لورې د تخار ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۴۹ بېځايه شوو کورنيوسره د خوراکي موادو مرستې شوي دي.

يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د يو شمېر سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د کب په ۲۶مه هرې کورنۍ ته درې بوجۍ اوړه، ۲۰ لېتره غوړي، دوه پاکټه مالګه او ۲۵ کيلودالنخود ووېشل شول.