هلمند کې بېځايه شوو کورنيوسره مرسته وشوه

anwari_morr

 

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له لورې د هلمند ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۴۱ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرسته وشوه.

يادې کورنۍ، چې د يوشمېر نا امنيو سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د چنګاښ په ۱۷مه د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې (UNHCR) په مالي ملاتړ نغدي مرسته وشوه.