فارياب کې ۴۲۵ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرسته وشوه
د NRC موسسې له لورې د فارياب ولايت دکډوړالو چارو رياست په همکارۍ ۴۲۵ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرسته وشوه.
يادې کورنۍ، چې دجګړو له امله د بېلابېلو سيمو څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې دسلواغې په ۲۷مه هرې کورنۍ ته ۱۴۰۶۰ افغانۍ نغدې ورکړل شوې.
د ويلوده، چې يادو کورنيو ته مخکې هم خوراکي او غيرخوراکي مواد وېشل شوي دي.