فارياب کې بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرسته وشوه
د کډوالو او راستنېونکو چارو وزارت د پراختيايي بوديجې له لورې د فارياب ولايت کډوالو چارو رياست په همکارۍ ۵۰۰ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرسته وشوه.
يادې کورنۍ،چې د جګړو له امله د بېلابېلو سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د سلواغې په ۱۹مه هرې کورنۍ ته د ولايت دسرپرست، رسنيو، مدني ټولنو، ولايتي شورا، مستوفيت، طبيعي پېښو پروړاندې دمبارزې ادارې، کډوالو چارو رياست او د کډوالو وزارت د استازو په شتون کې د ۱۵۰۰۰افغانيو بانکي اويزونه ورکړل شو.