کندز کې بېځايه شوو کورنيوسره دخوراکي او غير خوراکي موادو مرسته وشوه
د چين هېواد او طبيعي پېښو پر وړاندې دمبارزې ادارې له لورې د کندز ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۳۴۱ بېځايه شوو کورنيوسره دخوراکي او غيرخوراکي مواد و مرسته وشوه.
يادې کورنۍ، چې د جګړو له امله د خپلو اصلي سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د سلواغې په ۱۷مه هرې کورنۍ ته ۱۵ قلمه خوراکي او غيرې خوراکي مواد، وريجې، اوړه، غوړي، مالګه، روب،بوره، لوبيا، نخود، وچ چای، کمپلې،بړستنې، وچ لرګي،پياز او کچالو مرسته ووېشل شوه.