کندهار کې بېځايه شوو کورنيوسره مرسته وشوه
د DRC WFP, او DACAARموسسې له لورې د کندهار ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۸۱ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي، خوراکي او غير خوراکي موادو مرسته وشوه.
يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د بېلابېلو سيمو څخه دد ې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د تلې په ۱۰مه د DRC موسسې له لورې هرې کورنۍ ته ۶ زره افغانۍ نغدي، د خورا نړيوال سازمان WFP له لورې يوه بوجۍ اوړه، يوه قوطۍ غوړي، ۷ کيلو دالنخود او د DACAAR موسسې له لورې هرې کورنۍ ته د روغتيايي کڅوړو مرسته ووېشل شوه.