لوګر کې ۱۴۰ کورنیو ته بشردوستانه مرستې ووېشل شوې
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر ښاغلي مولوي عبدالکبیر د هڅو په پایله کې د ترکیې هېواد له لوري تېره ورځ لوګر کې ۱۴۰ اړمنو کورنیو ته بشردوستانه مرستې ووېشل شوې.
د یاد ولایت د کډوالو چارو امر ښاغلي مولوي محمد مسعود اخندزاده په خبره، په دغو مرستو کې خیمې او ژمنۍ جامې شاملې وې، چې ۴۰ کورنیو ته خیمې او ۱۰۰ کورنیو د ژمنیو جامو کڅوړې ورکړل شوې.
د مرستو دغه لړۍ د لوګر مرستیال والي او سیمهییزو مسوولینو په شتون کې، له وزارت او د یاد ولایت کډوالو چارو امریت سره په همغږۍ ترسره شوه.
د لوګر سیمهییزو مسوولینو د ترکيې هېواد له مرستو مننه وکړه او ویې ویل، چې دغه مرستې په اوسنیو سختو شرایطو کې د اړمنو کورنیو لپاره ګټورې دي او د هغوی ستونزې به څه ناڅه کمې کړي.