غور کې سلګونو کورنیو ته ژمنۍ مرستې ووېشل شوې
د بشري مرستو پر دوام، تېره ورځ غور کې ۵۰۰ راستنو شویو او اړمنو کورنیو ته ژمنۍ مرستې ووېشل شوې.
په دغو مرستو کې د ژمنیو جامو کڅوړې شاملې وې، چې د کډوالو چارو وزیر ښاغلي مولوي عبدالکبیر په ملاتړ د همکارو بنسټونو له لوري یاد ولایت ته چمتو او هرې کورنۍ ته پکې د ژمنیو جامو یوه کڅوړه ورکړل شوه، تر څو د ژمي په ساړه موسم کې له ملاتړ برخمنې شي.
د غور د کډوالو چارو رییس ښاغلي مولوي مصطفی ثاقب د وزارت رهبرۍ مقام او مرستندویو بنسټونو له همکاریو مننه وکړه او د ورته مرستو د دوام ډاډ یې وړاندې کړ.
هغه زیاته کړه، چې په یاد ولایت کې به زیانمنو کورنیو ته د ورته مرستو د راټولولو او برابرولو هڅې دوام وکړي.
مرستو اخیستونکو له دغو مرستو خوښي څرګنده کړه او د مرستو د دوام او زیاتوالي غوښتنه یې وکړه.