په ۵ ولایتونو کې له سلګونو کورنیو سره مرستې وشوې

sadam_morr
-

روانه اونۍ په کابل، فراه، بغلان، بادغیس او ننګرهار کې له ۷۴۲ راستنو او بېځایه شویو کورنیو او کوربه ټولنو سره بشري مرستې وشوې.
د راپورونو له مخې، د دویمي واحدونو تر پېژندلو وروسته، د همکارو بنسټونو له لوري په کابل کې ۵۸ کورنیو سره ۹۵۴ زره او ۴۹۰ افغانیو، فراه کې ۲۰۷ کورنیو سره ۲ میلیونه ۶۵۷ زره او ۵۰ افغانیو، بغلان کې ۱۵ کورنیو سره د ۱۵ خېمو، بادغیس کې ۱۶۰ کورنیو سره ۲ میلیونه ۴۷ زره او ۶۸۰ افغانیو او ننګرهار کې ۳۰۲ کورنیو ۴ میلیونه ۱۹۲ زرو افغانیو مرستې وشوې.
د یو بل خبر له مخې، د همکارو بنسټونو له لوري کابل کې ۱۵۹ تنو سره ۳۱۵ زره او ۸۲۰ افغانیو، سرپل کې ۲۸۹ تنو سره ۲۱۶ زره او ۷۵۰ افغانیو، بادغیس کې ۴۴ تنو سره ۱۱۴ زره او ۴۰۰ افغانیو، پکتیکا کې ۵۸ تنو سره ۷۴۲ زره افغانیو او غور کې له ۴۰ بې سرپرستو ماشومانو سره  ۵۲۱ زره او ۴۰۰ افغانیو مرستې وشوې.