نیږدې ۳۰۰ تنه افغان کډوال د پاکستان له بندخونو ازاد او هېواد راستانه شول
روانه اونۍ د پاکستان له بندخونو ۲۹۱ تنه افغان کډوال، چې تر مختلفو مودو پورې بندیان ول، ازاد او هېواد ته راستانه شول.
د راپورونو له مخې، له دغې ډلې ۲۷ تنه د سپین بولدک او ۲۶۴ تنه د تورخم فرضي کرښې له لارې راستانه شول.
دوی په لېږد امریتونو کې ثبت او د همکارو بنسټونو د مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو سیمو ته ولېږدول شول.