د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د کابل ښار په شپږمه ناحیه کې له لسګونه بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت د هڅو پر دوام، د کابل ښار په شپږمه ناحیه کې د خوراکي توکو د مرستو وسش په لړۍ کې دا ځل ګڼ شمېر راستنو شویو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل.
د مرستو دغه لړۍ، چې د کډوالو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په هڅو او د اهل خیر کسانو په همکارۍ پيل شوې، تر دې دمه د کابل په ځینو برخو کې بشپړه او نورو سیمو ته به وغزیږي.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۵۰ کیلو ورجې، لس لېټره غوړي، درې کیلو چای، اووه کیلو لوبیا، پینځه کیلو نخود، پينځه کیلو مکروني، لس کیلو بوره، دوه کیلو چاکلیټ، اته کیلو خرما، صابون او مالګه شامل دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت اهل خیر کسانو ته ډاډ ورکوي، چې مرستې یې د شریعت د اصولو په رڼا کې اړمنو ته رسول کېږي او همدارنګه پر سوداګرو او عامو هېوادوالو غږ کوي، چې د د اړمنو او راستنو شویو هېوادوالو لاسنیوی وکړي.
