په کډوالو وزارت کې یو هوکړه لیک لاسلیک شو
په کډوالو چارو وزارت کې له قدم خیریه تعلیمي موسسې سره د ۸ زرو او ۳۸۰ امریکایي ډالرو په ارزښت یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
یاده موسسه به، د هوکړې له مخې، دغه پیسې په کابل کې ۹۰ راستونو شویو کورنیو ته د خوراکي توکو، کمپلو او پلاستیکي فرشونو په برخه کې لګوي
