ننګرهار کې مسؤولينو د کمپونو سروې او په اړه يې د پرېکړې نيولو په موخه مشورتي ناسته تر سره کړې.

anwari_morr
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۵ - ۹:۴۳
_

د ننګرهار مرستيال والي مولوي سعيد احمد بنوري، د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت مالي او اداري معين مولوي فضل الباري فضلي، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د داخلي بې ځايه شويو چارو رئيس مولوي سردار شېرزاد او د قومونو او قبايلو چارو وزارت د کوچيانو چارو رئيس مولوي ګلزرين د شيخ مصري، کابل، تګاب او فارم هډې کمپونو هر اړخيزې سروې او په اړه يې د پرېکړې نيولو په موخه د مرستندويه ادارو له استازو سره مشورتي ناسته کړې.
د يادې ناستې پر مهال د ولايت مقام دفتر رئیس مولوي شاهد نوراني، د اقتصاد رئیس مولوي امين الله شريف، د کډوالو چارو رئيس حاجي باز محمد، د کرنې رئیس مولوي عبدالستار محمد، د ولايت مقام وياند قاري قاضي ملا عادل او نورو مسؤولينو حضور درلود.
د ننګرهار مرستيال والي مولوي سعيد احمد بنوري وويل، چې په ننګرهار کې د ګڼ شمېر ولایتونو داخلي بې ځايه شوې کورنۍ په دولتي ځمکو کې ژوند کوي، چې مرکز يې د سرنويشت ټاکلو په موخه پلان لري او په دې برخه کې يې د مرستندويه ادارو څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستيال مولوي فضل الباري فضلي او د کډوالو چارو وزارت د داخلي بې ځايه شويو  چارو رئيس مولوي سردار شېرزاد وويل، چې دوی د څلورو کمپونو شيخ مصري، کابل، تګاب او فارم هډې کمپونو د کورنيو او وګړو د شمېر او امکاناتو په اړه سروې کوي، چې معلومات به يې مرکز سره شريک او وروسته به لازمه پرېکړه تر سره شي.
دوی له مرستندويه ادارو له مسؤولینو وغوښتل، چې سروې، او د يادو کمپونو په اړه د پرېکړې پر مهال ور سره لازمه همکاري وکړي.
په ننګرهار کې د ملګرو ملتونو د نړيوالو مؤسسو استازو په خپلو خبرو کې وويل، چې دوی به ياده موضوع خپلو مرکزي دفترونو سره شریکه کړي، چې د ا.ا پرېکړې سره سم به د خپلو امکاناتو له مخې همکاري وکړي.
دوی همدا راز سروې او نورو بېلابېلو برخو کې د چمتووالي ډاډ وښوده همدا راز يې وضعيت ته په کتنې د تخليې، مېشته کېدنې او انتقال په اړه خپل نظرونه او وړانديزونه شريک کړل.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۳۶
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر پکتیکا کې سلګونو راستنو شویو کورنیو ته د خوراکي توکو وېش په برنامه کې ګډون وکړ


د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزير محترم مولوي عبدالكبير نن پکتیكا ته د سفر په ترڅ کې سلګونو راستنو شویو بېوزلو کورنیو ته د خوراکي توکو د وېش په برنامه کې ګډون او وینا وکړه.
په دې. . .

بېرته خبرونه ته