مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت کې اړمنو کورنيو سره د بشري مرستو دهمغږۍ ناسته وشوه

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۹/۲ - ۱۹:۲۴
___________

دمهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت چارواکو سې شنبې د ليندۍ په ( ۲) مه د يوشمېر نړيوالو مرستندويه ادارو سره د بشري مرستو دهمغږۍ ناسته وکړه، چې پکې د مرستو د همغږۍ په ځانګړي ډول د ژمنيو مرستو د وېش ، د اړمنو کورنيو سروې،د بېځايه شوو لپاره د دايمي حل لارو او د مسؤلو ادارو ترمينځ د همغږيو په اړه هر اړخيزه خبرې وشوې. په دغه ناسته کې دبېځايه شوو د دايمي حل لارو رئيس مولوي شمال خان، داخلي بېځايه شوو وضعيت ته د رسېدو رئيس مولوي سردار شېرزاد، د اطلاعاتو اوعامه اړېکو رئيس مفتي عبدالمطلب حقاني، د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې (UNCHR)، په افغانستان کې د بشري مرستو دهمغږۍ ادارې (UNOCHA)، (UNCEF) او دکډوالۍ نړيوال سازمان (IOM) استازو شتون درلود. د يادو موسسو استازو ټينګار وکړ، چې د ادارو دکاري ستونزو دحل او د افغانستان له اسلامي امارات سره د همکاريو د ټينګښت لپاره بايد يو ميکانيزم جوړشي او د موسسو فعاليتونه بايد دهمدې ميکانيزم له مخې تنظيم شي. داخلي بېځايه شوو وضعيت ته د رسېدو رئيس مولوي سرداد شېرزاد دموسسو سره د همغږۍ ميکانيزم د رامنځته کېدو څخه د ملاتړ په ترڅ کې وويل: چې نړيوال سازمانونه د افغانستان دولت اړمنو کورنيو ته د بشري خدمتونو په وړاندې کولو کې شريک دي او له همدې امله د افغانستان اسلامي امارات دا خپل مسؤليت ګڼي، چې موسسو ته د فعاليتونو او خدماتو رسولو زمينه برابره کړي. په ورته وخت کې د بېځايه شوو د دايمي حل لارو رئيس مولوي شمال خان عثماني له نړيوالو مرستنېدويه ادارو څخه غوښتنه وکړه، چې د داخلي بېځايه شوو سره د ښه چلند په موخه د نوي کال له پيل وړاندې خپل کاري پلانونو دمهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت سره شريک کړی

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۲۹
Background image

په كندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت محترم مقام په دوامدارو هڅو، له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش په لړ کې دا ځل په کندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

بېرته خبرونه ته