د ډنمارک د مهاجرینو ټولنې د پروګرامونو د برخې مسول او مرستیالې د وزارت له مسلکي مرستیال وکتل

sadam_morr
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۶ - ۸:۴۶
_

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال عبدالرحمن راشد د ډنمارک د مهاجرینو ټولنې د پروګرامونو د برخې مرستیال ښاغلي احمدضیا مایار او مرستیالې مېرمن هنا روز هالوي سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې د پروژو د تطبیق په برخه کې لاس ته راوړنې او ستونزې او د همکارۍ د هوکړه لیکونو په اړه خبرې وشوې.
مېرمن هالوي په افغانستان کې د دنمارک د مهاجرینو د ټولنې د فعالیت د پیل، خدمتونو او کړنو په اړه ښاغلي راشد ته بشپړ معلومات ورکړل.
هغې وویل چې د دنمارک د مهاجرینو ټولنه په افغانستان کې د سرپناوو جوړولو، د معیشت پروګرام، د محافظتي نقدي مرستې او د کوچنیو کاروبارونو په برخه کې فعالیتونه د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت له همکارۍ او همغږۍ سره په عملي توګه پر مخ وړي.
د وزارت مسلکي مرستیال وویل: د ټولو همکار سازمانونو فعالیتونه باید د مهاجرینو اړوند وي او د دې وزارت له همغږۍ او همکارۍ سره ترسره شي او همدارنګه باید د بې ځایه شویو او مهاجرینو لپاره زیات پام وشي.
ښاغلي راشد د اداري خورا لږو لګښتونو او د اسلامي امارت د اصولو سره برابر د همکارو بنسټونو د فعالیتونو پر ترسره کولو ټینګار وکړ او د بې ځایه شویو او مهاجرینو لپاره یې د تعلیم او روغتیا په برخو کې د هر اړخیزو مرستو د دوام غوښتنه څرګنده کړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۱:۴۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د شمالي ولایتونو له څو تنو مجاهدینو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې، د مولوي سید قاسم آغا په ملتیا د شمالي ولایتونو له څو تنو مجاهدینو سره وکتل.
په دغې ناسته کې د شمالي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۵:۱۷
Background image

په اېټالیا کې د ۳ شهید شویو افغان کډوالو جسدونه کابل ته راولېږدول شول

د زمري په ۵مه او ۶مه له اېټالیا څخه د هغو درېیو افغان کډوالو جسدونه کابل ته راولېږدول شول، چې د غبرګولې په ۱۱مه نېټه په اېټالیا کې د زړه بوږنوونکې اورلګېدنې په پېښه کې د یوه پاکستاني له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۵:۲۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د مقام دفتر رییس: له ګاونډیو هېوادونو راستنېدونکي په سختو حالاتو کې ژوند کوي

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس محترم مولوي سعید احمد بنوري د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د معلوماتو مدیریت مسوول ښاغلي سایرل ډالي اوګوبل سره په لیدنه. . .

بېرته خبرونه ته