د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي مرستیال د بغلان له والي سره وکتل

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۳ - ۸:۲۹
-
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن راشد بغلان ته په خپل سفر کې د دغه ولایت والي عبدالرحمن حقاني سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د ستونزو د له منځه وړلو، د مهاجرینو د ښارګوټو د غصب او حقدارو ته یې پر وېشلو خبرې وشوې.
د بغلان والي مهاجرینو ته د مهاجرینو وزارت د کړنو ستاینه وکړه او دې وزارت ته یې د خپلې او د مهاجرینو ریاست د همکارۍ ډاډ ورکړ.
د یو بل خبر له مخې د وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد د بغلان ولسوالۍ په مصلحت تپه کې د راستنېدونکو سولې ښارګوټي د ښوونځي لیدنه وکړه.
دا ښوونځی په یو نیم جریب ځمکه کې د ملګرو ملتو عالي کمېشنرۍ په همکارۍ جوړ شوی دی، چې اته درسي ټولګي، په سولري سیستم سنباله ژوره څاه، شنه فضا، د ماشومانو د لامبو وسایل، تشنابونه او د ساتونکو خونه لري او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۰:۳۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او همکارو بنسټونو د استازو تر منځ د همغږۍ ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د کډوالو په چارو کې د موسسو د انسجام رییس ښاغلي ملا محبوب الله مطهري او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د نړۍوالې ادارې د پراختیایي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۹:۳۸
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د ننګرهار د اچین ولسوالۍ له قومي مخورو او مشرانو سره وکتل.

 له اچین څخه راغلو قومي مشرانو او مخورو، د اسلامي امارت له مشرانو سره د ولس په ليدنو خوښي څرګنده کړه او د کډوالو چارو د محترم وزیر له همکاریو یې مننه وکړه.
 په دغه ناسته کې چې د ولس پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۸
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د مقام دفتر رییس بغلان ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له مهاجرینو چارو ریاست څخه لیدنه وکړه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري د خپل کاري سفر په ترڅ کې د بغلان له مهاجرینو چارو ریاست څخه لیدنه وکړه.
په دغې لیدنه کې د یاد ریاست د. . .

بېرته خبرونه ته