د مهاجرینو چارو سرپرست د ننګرهار ولایت مختلفو قومونو له مشرانو سره ولیدل

anwari_morr
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۵ - ۱۵:۹
0-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني ننګرهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې ددغه ولایت د مختلفو قومونو او ولسونو له علماو، مخورو او مشرانو سره د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو ریاست د غونډو په تالار کې ولیدل
د مهاجرینو چارو وزیر د خپلو خبرو پرمهال وویل، د ولس خدمت زمونږ دیني او شرعي وجیبه ده، د اسلامي نظام په ټینګښت سره د افغانانو سر، مال، خاوره او اسلامي او ملي ارزښتونه خوندي شوي دي او هیچاته به اجازه ورنکړو، چې دا ملت په قومي، سمتي او ژبني توپیرونو سره وویشي
د مهاجرینو چارو وزیر وویل: مونږ د راستنېدونکو مهاجرینو لپاره د ژوند په هره برخه کې ددوی د لاسنیوي او دوی ته د ښه ژوند برابرولو برنامې پکار اچولي
ښاغلي حقاني د قومونو او ولسونو ترمنځ په یووالي ټینګار وکړ او زیاته یې کړه مونږ د هېواد د آزادۍ او اسلامي نظام د قیام لپاره په ګډه مبارزه کړې او اوس یې ساتنه هم زمونږ د ټولو ګډه وجیبه ده
د ننګرهار ولایت قومي مشرانو په یوه خوله د مهاجرینو په برخه کې د اسلامي امارت ښه مدریت او کړنې وستایلې او ډاډ یې ورکړ، چې په ورین تندي به د خپلو مهاجرینو ورونو کوربه توب کوي او په هره برخه کې چې ددوی توان وي لاسنیوی به یې کوي
په ناسته کې یادو مشرانو خپلې ستونزې او مشکلات هم شریک کړل
د مهاجرینو چارو وزیر ډاډ ورکړ، چې ستونزې به یې له اړوندو ارګانونو سره شریکې او د حل لپاره به یې هلې ځلې وکړي

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۳۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیایي برنامو له استازو سره ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري په مشرۍ د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ(UNHCR) او د ملګرو ملتونو پراختیایي برنامو(UNDP). . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۳۲
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو


د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغان ښځو ښوونیز مرکز موسسې سره د ۵۳۷ زره او ۸۵۵ امریکایي ډالرو پر ارزښت یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار کې د زیانمنو شویو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه

په مهاجرینو چارو وزارت کې د ا.ا.ا د چارو ادارې عمومي ریاست د استازو، د یاد وزارت د رییسانو او ځینو امرینو په شتون کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه.
په پیل کې د یاد وزارت مالي. . .

بېرته خبرونه ته