د دواطلبۍ اعلان

anwari_morr

دنشر تاریخ

د ختمیدو تاریخ


موضوع: د ۱۴۰۴ مالي کال ژمي لپاره د وزارت دفترونو د ګرم کولو په موخه د مایع گازو چمتو کول.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، تر څو د یاد وزارت د مرکزي ادارو د ۱۴۰۴ مالي کال ژمي لپاره د وزارت د فترونو د ګرمولو په موخه د  د مایع ګاز د چمتو کولو او پېرودلو په پروسه کې ګډون وکړي او د شرط پاڼې دې په فلش ډسک له لارې د تدارکاتو آمریت څخه یا د ملي تدارکاتو ادارې له ویبسایټ څخه په وړیا توګه تر لاسه کړي.
خپل وړاندیزونه دې د قرارداد د شرایطو د تدارکاتو قانون او کړنلارې سره سم د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د شنبې ورځې د ۲۶/۷/۱۴۰۴ نېټې سهار ۱۰ بجو پورې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د تدارکاتو آمریت ته، چې کابل ښار د واصل‌آباد سړک او د جنګلک فابریکې شاته موقعیت لري وسپاري. بې وخته او انټرنېټې وړاندیزونه د منلو وړ نه دي.
 د وړاندیز تضمین د بانکي تضمین په بڼه ۳۷۰۰۰ (اووه دیرش زره) افغانۍ دی او د وړاندیزونو پرانیستنې غونډه به د شنبې په ورځ، د ۲۶/۷/۱۴۰۴ نېټه، سهار ۱۰ بجې د وزارت د غونډو په تالار کې ترسره کېږي.

More tenders

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۹:۴۹
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې اعلان

د تدارکاتو د قانون د درې څلوېښتمې مادې د دویمې فقرې له مخې، ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت په پام کې لري، چې د (۱۵ قلمه بېلابېلو طبي وسایلو او ۶۳ قلمه درملو . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۸:۴۹
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې اعلان

 

د تدارکاتو د قانون د دوه څلوېښتمې مادې د دویمې فقرې له مخې، ټولو ته خبر ورکول کېږي چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په پام کې لري، د « انجنیرۍ برخې لپاره د دفتر د وسایلو، موکیت . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۸:۴۹
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې اعلان

 

د تدارکاتو د قانون د دوه څلوېښتمې مادې د دویمې فقرې پر بنسټ، ټولو ته خبر ورکول کېږي چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت «د وزارت اړوندو څانګو لپاره د ژمي په موسم کې د اړتيا وړ مایع . . .

Back to tenders